Draft:خټګران khatgaran


دلوی اوبخښونکی خدای (ج)په نامه

edit

خټګران د ژوب څخه راغلی خټګران وه
دوی په نسل او په قام کی کاکړان وه

کندهار کی یی ودان کړل ښه ځایونه
هم یی وکړل لوی کارونه خدمتونه

دامسلک وو ورته پاته د نیکونو
دوی ساتلی لا تر اوسه د وختونو

یس نیکه نقاش پر هر مکان وو
بی ساری مهندس استاد یاران وو

چی ګمبده د خرقی یی کړل ودانه
ښکلی ښار د کندهار یی کړی روښانه

بل یی کړی د بابا هم ښه عزت دی
احمدشاه ته یی جوړ کړی هم زیارت دی

ای شینواری دا سپیڅلی خادمان وه
په رښتیا چی دا وتلی معماران وه

دخټګـــــرانو لنـــډه پــیــژندنه

edit

په افغانـــستان کی ملیتی او قومی جوړشتونه په مختلیفو دوروکی د تاریخ په خاصه میشـتـنی سیمو کی رامنځ ته ســویدی او مروج ســویدی . د رویـــش او لا ښی پـیژندنی په نیت را څرګنـــده ســویدی ترڅو دغه جوړښتــونه په ټـولنه کی وښــیی دشـــیرازی او ټــولنیــزو اړیـکو ته او منــاسیــــباتوته یـو څرګنـد جواب وی . دغـه ټـول جوړښــتونه خو دپـښـتنـنو په مختلیفو پرګـنو کی ډیر او د شماره وتلی دی . د اولسیـــمۍ (۱۷) پیـړی په منځنی کلونو کی د ستـراحمـدشابابا ابدالی د خپلی پنځه ویـشت(۲۵) کلنی پادشـاهی په ترځ کی چـی د نوی افغــانــــــستان بـنـــست یی جوړاوه نود ټولنـیز چارو دسمـــبال او نوی ښـــار دابادی په نیت دهغه وخـت دهـــند دلوی وچی ایـران او بخارایی ســـیمو کیســــب کاران (معماران ، زرګران ، اهیـنـګران ) او نور ورځـنی کســـــبونو کاریـګران د یاد سـوی سیـــــمو څخه لوی کــندهار ته راوســـتل دنوی ښــار په څلـورو ناحـیو بازونو او کوڅو کی هغـوی ته ځایونه ورکړل چی هم هغه کوڅی اوسیمی تر اوسه هم د هغه کســـب کارانو په نومونو یادیــږی مـثـلاً د کـندهار ښارچی پر څلورو بازارونو ویشل سوی دی یعنی د ښکارپوربازار ، کابل بازار ، شاْبازار ، هرات بازار، د بازار وتلو پلوته اهلی هوند او سیکان وړونه میشت وه . هرات بازار اوشابازار دپـښتـنو او تاجیکو کـندهاریانو پرګنـی میشت دی . کوڅی هم دقومونو یا دهـغه کســب کارانو دهسـتوګــنی په وجه دهغوی پنامه یادسـیوی دی دمثـال په توګه د بنایانو کوڅه ، درنـګریزانو کوڅه ، دسـدوزو کـوڅه ، د بامی زو کوڅه نرزوشابرج او داسی نور . داحمـد شاهی کندهار د کوڅو په ویش کی یوه د بـنایانو کوڅه ده چی د لوی کندهار په معمارانو اړه لری . دلـته موږ غواړو پر کـندهاری معمارانویا کـندهاری خـټګــرانو سلسـلی ته ځغــلـنده نظر وکـړو . داحمـدشابابا د هلـوځلـو په ترځ کی یو د نوی کنـدهار دابادی دپاره یی دهنـدسـتان څخه معماران اوځنی معماری خاص سـبکونه و افغانـستان ته رانقل کړل دغه معماران او خـټګران په هغه وخت کی د هنـد د لوی وچی د ږوب د شاْ اوخوا اوسـیدونکـی وه کله چی احمد شا ابدالی دغه سـیمه دهـند څخه ونیول او خپل موټه کی ونیول . نوموړی سـیمی د هـند د نوی دهلی تر پایتخته په افغانـستان پوری تړلی وی نو کله چی کندهار ته راستنـیدی نو یی محـمدیاسـین نیکه یی د ځان سره راوسته . نوموړی معماران او خټګـرانو دښـار او کلا په جوړښت رغنـده رول درلودی معماری نښي یی د خرقی شریفی او ستر احمـد شابابا مقبره احمدشاهی مسجید جامع اود ده خپل کور په سدوزو کوڅه کی . د ښار څلور بازاره اود څلورو بازارو په منځ کی د چارسو چوک او اړونده دوکانونه او دیوه ښکلی ښـار نښـی دی چی ځنی تر اوسه پر خپل ځایی پاته دی د کنـدهار ، جلال اباد ، هرات ، فراه او نورو ولایتو کی د دوی د لاس نشی شـته !

نو اوس د کنـدهاری خټګـرانو(معمارانو)و سلسـلی ته یو نظر.

edit

خټګـران د دادمحمد خان نیکه اولاده ده : دادمحمد خان په خټه کاکړ او په کاکړانو کی بیا استړانی او د عبدالله خان زوم وو . او عبدالله خان هم خپل د وخت تکړه معمار او د یاسین نیکه مهمار زوی وو یاسین نیکه هغه اولین معمار وو چی خپله ستر احمدشابابا کنـدهار ته را وستلی وه . لکه مخکی چی مو د معمارانو په باره کی یو اندازه یاداوری کړی وه . نو بیا په همدغه وخت کی عبدالله خان د خپل پلار یاسین نیکه سره کنـدهار ته راغلل نو عبدالله خان خپله لور او زوم (دادمحمد خان ) یی هم و کنـدهار ته د ځان سره راوستل . نو دادمحمد خان په خپله قصاب وو او ده دوه زامن درلوده خو لوړڼی یی نه درلودی . زامن یی یارمحمد خان چی د شاګردی وروسته مشهور په استاد یاران ســوه . اوبل سلطان محمد خان وو . (۱)یارمحمد خان چی د خپل پلار مشر زوی و . بیا ده خپل ماما دلاورخان معمارباشې سره د معماری په هنر لګــیا او شا ګرد ســوو ( دلاور خان څوک وو ) دلاور خان د استاد یاران ماما او د عبدالله خان معمار زوی او د یاسین نیکه لمسی وو . چون استاد یاران ډ یر با استعـداده په ډیر لنـډ موده کی یی دا فن او هنر د ماما څخه زده کړی بیا د ماما اونیکه ګانو د مرګ وروسته په ۱۳۰۰ لمـریز کال شاْ و خوا د کنـدهار ډیرتکړه معمار پاته سوه او ده منځنـی ژوند درلودی نه د ډیرو غریبان څخـه او نه هم د ډیرو شتمنـو خلګوڅخـه و : د کنـدهار په ښاروالی کی یې د معمار باشی په توګه کار کاوه او دځوانی په اولو وختو کی د کنـدهار شکارپور بازار بنایانو کوڅه کی اوسیدی کرار د مشرانو د خولی اقرار دی وایی چی ۱۳۲۶ لمریز کال لمړی ناحیی یا توپخانی بازار کی ځان ته کوچنی کور جوړ او د ښـکاپوربازار څه را وه کوچیدی او دغه مینه یی په یوه اونی کی د ۸ کوټو ځای جوړ کړ کـله چی دغه مینـه یی جوړول دا بنایان او معماران یی د ماما اولادونه وه چی یو یی مرحوم خلیـفه نعم جان و : دلته د ژوند تر اخیره ووسـیدی ! استادیارن نیکه ډیـر ماندګاره کارونه کړی د خرقی مبارکی مسجید کی د نورو معمارانو سر ګډ کار لړی د ګریـشک د ســیدتاجداراغا د دریا د سوبو کانالون او د کـندهار د ښار سینما چی اوس مهال مسجید عمرفارق جوړ کړی . استادیاران داسی نور ډیراو په روزمره ژوند کی داخل د کندهار ښـار کی ډیر کارونه کړی او ډیر سخی طبعتــه سړی ډیر حاضر جوابه سړی و لکه د ده شاګیرد انجینر محمد رحیم جان الله دی وبخشی د به قیصه کول چی د خرقی مبارکی جمعات کار روان و او د وخت ښار وال راغلی او پوشتـنه یی وکړل چی د کار مصول څوک دی نو کاریګرو ورته وویل استاد یاران دی او ښاروال ږغ وکی چی یاران څوک دی نو ده ورته وویل چی صاحب ستاسی کورنی کی می د کوم چا یاری کړی زه استاد یاران یم د معماران قدر کوه نو ډیر خوشک سړی هم و. یو د سخاوت لنډه قیسه چی ده هیڅ وخت په کور کی ډوډی نه خوړل نو خپل میلمسـتون (سراچه) کی به یی د میلمنو سره ډوډی خول او کله چی به میلمه نه وو نو د کوڅی څخـه یی خلګ راګرځول او ډوډی ته به یی بلنه ورکوله . چون هغـه وخت او زمان کی ګاز او بریښـنا نه وه نو ټولو خلګو به په لرګیو او خاشاکو باندی دیګونه پخول او د دغه لوګی د وجی زموږ انا (بې بې طاهره) د خپلو د سترګو روښـنایی د لاسه ورکړ او نا بینا سوله او دا خپل انا جانی په بارکی به لږ لیکنه وکم انا چی خپلو زامونو او دوستانو به(به بوجانه ) ورته ویل بعضو مورا ورته ویل او زامونو یی ډیر قدرکاوه بیغرزه ، ارامه ډیره صادیقه ، مهربانه ښـځه وه . په دغه نابینا سترګو یی بانکی نوټونه پیژندل او توپیر یی کولای سوای ماش ، لوبیا ، ورجی یی دلاس په اشاره پاکولی . دهر ډول پخلی په هکله به یی لور او مزورته لار شونه ورکوله .الله (ج) د زړه سترګی ورته ورکړی وی او هسـتوګنه یی د خپل زوی مهـند س تاج محمد خان کور کی وه او کله چی وفات سوله نو د هلــمند ولی کرم هدیره کی یی و خاورو ته وسپارله الله دی ښه ور سره وکی . او استاد یاران په (۱۲۵۴) لمـریزکال کی د شکارپو بازار د بنایانو په کوڅه کی دنیا ته سـترګی غړولی دی او د اوه اویا (۷۷) کالو په عمر په دیرلس سوه یودیرش (۱۳۳۱) لمـریز کال په کنـدهار کی په خپل کور کی په حق ورسیدی او کندهار د مخابراتو شاته خپلی پلرنی هدیره کی خاوروته وسپارل سوو: ۲ -سلطان محمد خان لـنډه پیژندنه ! سلطان محمد خان د دادمحمد خان نیکه دوهم زوی و چی د خپل پلاره سره یی قصابی کوله یوه لور یی درلوده چی د زنـکی خټګر مور وه او سلطان محمد د شپږویشت کالو په عمر د ورپیشی ناروغی له قبـله په حق ورسیدی ! بیرته راځو استادیاران نیکه ته. استادیاران نیکه اوه (۷) زامن او دوی لورګانی درلودی !

۱-لـعل محمد خـټګر کورنی نوم یی کوچـنی اغا

۲-فتـح محمد خـټګر کورنی نوم یی ګل اغا

۳- مهـتابه بی بی کورنی نوم یی خور بی بی

۴-حـبیبالله خـټګر کورنی نوم یی اغاجان

۵- تابو بی بی کورنی نوم یی شرین ګلـه

۶-غلام محمد خـټګر کورنی نوم یی شـیراغا

۷-تاج محمد خـټګر کورنی نوم یی شـرین اغا

۸-محمـد عمر خـټګر کورنی نوم یی دل اغا

۹-محمد افضل خـټګرکورنی نوم یی جان اغا د خټګر تخلـــس یا کورنی نوم د لعل محمد خټګـر څخـه پـیل سوی دی اوتر اوسه چـی زموږ پیـنځم نسل روان دی او دا کورنی نوم استـفاده کوی زما په ګمـان ټول افغانـستان کی هره کورنی چی د خـټګر کورنی نوم استـعمالوی هغه استادیارن د اولادوڅخه دی  !

لعل محمد خټګر

edit

کوچـنی اغا ۱۲۹۰ لمـریز کال د کندهار ښکارپور بازار بنایانو کوڅه کی زوکیـدلی . په ونه کوچنی او غـټی سـترګی او غنم رنګه سـړی و . تر شـپږم ټولګـی یی ښـونځـی ویلی او هغه وخت او زمان کی تر شـپږم ټولـګی پوری ښـونځیانی وی د فراغـت وروستـه یی د مهنـدسی کار پیل کړ ډیر تکړه معمار وو یو څو کاله یی د کندهار ښـاروالی کی دنده درلوده او بیا هرات ولایت ښاروالی ته تبدیل سوو هلته یی د مهمارباشی په توګه ړنده درلودل د دری څلورو (۳-۴) کالو وروسته د ورپــیښـی ناروغی له کبله د دیرشو(۳۰) کالو په عمر د دی دنیا څخه وکوچیـدی ابدی دنیا ته او تر دی عمر پوری یی واده نه وو کـړی چون ډیر موده یی کیـږی چی وفات سوی نو ډیر معلومات د ده د ژونـد په باره کی نلرو او هلـته هرات کی یی دفن کړی خدای جان دی ورته جنت نصیب کی ! فتح محمد خټګر ګل اغا د ښکارپور بازار د بنـایانو کوڅه کی ۱۲۹۴لمـریز کال کی دنیا ته سـترګی لڅی کړی جګ لوړ دنګ اوغـټی سـترګی او په رنګ سور او سـپین سړی وو د تر شـپـږم ټولګی ښـونځی ویلی او د ښګاپوربازار بنایانو کوڅه کی دی دنیا ته راغلی . ښونځی د پوره کـیدو ورسـته دیوخدمتګار په حیث د خدای بخښلی اعلیحضرت محمد ظاهرشاه بابا په دولت که اوبیا اته (۸) میاشتی ده سردارداودخان جمهوریت په دولت که وظیفه درلودل،خپله دنده یی دکندهارولایت د تحریراتو په شعبه کی پیل بیا دابواوبرښنا دریاست په چوکاټ که ده(دهلی) بند، دنوروهمکارانوسره جوړکړی ،همدارنګه په (۱۳۳۲) کی هلمند ته تبدیل سو او دهلمندولایت ده برښـنایی بند (کجکی) بیاد(نهربغرا) جوړولوکی اودهلمند ولایت دنوی ښهردجوړولو ده تحداب ډبره دنورو همکارانو سره ایـښی ده ،او هلمند ولایت دتعمیراتی نقشه او ښـکلاا په خاطر خلگو کوچنی آمریکا ورته ویل ، بیا یی ده هلمند په ولایت کی دآمرعمومی (ساختمانی وحفظ ومراقبت ) په حـث وظیفه سرته رسولی ده له څوکالونه وروسته ،ده وزارت داخلی په پیشنهاد اود شورای وزیرانو ده منظوری وروسته ریس( املاک) په حـث د کابل په ولایت کی مقرره سو او د کابل خیر خانه ایسی اول کی خپل کور درلودی اوهالته اوسیدی او بیا د عمر اخیر کی ،همدا راز ده یوسوکاله وظیفی وروسته ،(ریسی عمومی املاک اواسکان) دافغانستان ده ټولوولایتونو مقررشو، کلچه ده وخت اوعمر په تیریدولو سره د دولت د مامورینو د قانون په مطابق( لمړی رتبه ) شو ،همداوخت که مرحوم بشیرخان لودین وزیرداخیله وه ،دهغه وخت دولت دکندهارد ولایت دوالی په حـث پیشنهاد ورته وکړ مګر خټګـرصاحب له دغه نوي وظیفی کولونه بخښنه وغوښتله او د څوکالوتر تیریدلو وروسـته ، بیا (۸) میاشتی ده مرحوم سردارمحمد داود خان په دولت که وظیفه سرته و رسوله ،او دمتقاعدوده قانون مطابق باعزت اوشرافتمندانه تقاعد سو هغه افتخار یی ده قدروړکارونه چه هیوادوالوته کړی ! ده خدای بخښلی اعلیحضرت ظاهرشاه بابا په امظاء(لاس لیک)پنځه (تقدیرنامی- ستاین لیکونه) همدارنګه (دوه ریښتین اویوستوری میډال) دخاص مراسموسره ورکړل شوی دی، په سیاسی برخه که بشردوستانه فعلیتونه درلودل! ده( ویښ زلمیانو ) دنهضت غړی وه. ده خپلودرنوملګرو ،کورنی سره یی تګ اوراتګ درلودی دخدای بخښلی علامه رشاد بابا ،خدای بخښلی علامه عبدالحی حبیبی، خدای بخښلی استاد محمد ابراهیم خواخوژی،خدای بخښلی استاد عبدلروف بینوا،خدای بخښلی عبدالرسول پشتون ، خدای بخښلی فیض محمد انګارصاحب فامیلی ناسته ولاړه یی درلودل . او ګل اغا په ۱۲۸۶لمـریز کال کی د ۷۴ کلو په عمر د دی دنیا نه رخصت واخیست او خپل دمور تر څنګ د لښکرګْ په ولی کرم کی خاوروته وسپارل سوو الله پاک دی ورته دهغه دونیا ښادی ورکی مشر خټګـر صاحب یو زوی(۱) او څلور لورګانی لرلی

۱-صدیقه خانه کورنی نوم یی پـښتـونګلـه ده ۲-زنکـی خټګـر کورنی نوم یی ګـران اغا دی ۳-غوټی خانه ۴-شهلا خانه ۵-هعروفه ==

زنکی خټګر

edit

ګران اغا ډیر جګ لوړ سور اوسپــین شایسته سترګی سـړی ، ده انجینری فاکولته یی د بریښـنا په ریشته کی وویل د انجینر د تحصیل وروسته د وطن خدمت ته لاړ او څلور کاله یی د وطن خدمت وکی . ده یو څو وخته د کابل سیلو کی کار وکړ بیا د جنګلک فابریکه کی کار کاوه اخیری ځل یی د هلمنـد په تصدی بُست کی کارکړی بیا۱۳۷۲لمریز کال کی پاکستان ته محاجر سو او اوس حال په فرانسه کی د خپل کورنی سره ژوند کوی دی او زامن نه لری د خدای داد پینځـه اولادونه لری ۱-هیـلی خانه ۲- بریالی خان ۳- تریـنا خانه ۴- سـتوری خانه ۵- هوسـی خانه ۶سـاهیل خان ۷ ننګـیا لی خان بریالی خټګر

بریالی خټګر

edit
د خپلی کورنی دوهم اولاد دی .

کابل خیر خانه ایصی اول کی دونیا ته راغلی جګ لوړ ښایسته ځوان دی د خپل نیکه په رنک غټی سترګی لوړ پوزه . مکتب یی یو اندازه پاکستان کی ویلی او وروسـته فاریس کی کوزده وکړه او لاړ فاریس ته او هلته یی دبریښنا فاکولته وویل او هلته خپله وضیفه مخ ته وړی یوه لور لری ساهل خټګر

ساهل خټګر

edit
د پاکستان پیشاور ښارکی دونیته راغلی یو څو کال یی کابل کی ښونځی لوستی او بیا فاریس ته لاړ دی او هلته یی خپل زدکړیوکړی او اوس محال د کمپیوټرسایسن انجینر دی او یو کمپنی کی کار کوی    

ننګیالی خټګر

edit

ننګـیالی خټګرهم پاکستان پیشاور ښار کی دونیا ته سترکی لڅی کړی اما د خپل خور هوسی سره یو ځای ینعید خپل پلاړ جوړه اولاد دی ده هم کابل کی اوهم فاریس کی خپل زدکړی مخی ته وړی او اوس د فاکولتی څه فاریغه او کوم ځای کی کار کړی

 حبیب الله خټګر

اغاجان هم د ښکارپوربازار د بنـایانو کوڅه کی په ١٣٠٤ لمـریز کال دی نړی ته سـترګی لڅی کړی اغاجان په ونـه کی میانه په ځان ډنګر او ډیر دمخه مات ، بی غرځه او ارام سړی وو تر شـپژم ټولګی پوری یی احمـد شـا هی ښونځی ویلی د درسـو وروسـته یی د پلار کسب معماری ته مخه کړل دلوی کنـدهار ریاسـت فوایدعامه کی یی کار پیل کړ وروسـته زابل ولایت ، شاجوی ولسوالی د مهمـارباشی په توګه دنده درلودل. په ۱۳۳۷ شاوخوا کی هلمند ته تللی او په مارجه کی یی د تعمراتو په څانګه کی د معمارباشی په حیـث کارکوی او په(۱۳۴۱) کال کی هلـمند ته راغلی بیا یی د فودعامه په ریاست کی کار شروع د بولان د زراعت او مالداری د تعمیراتو د جوړولو معمار باشی ، وروسـته چانچیر دستګا کی یی کار پیل کړ تر اخرین دقایق د ژوند یی په چانجیر دستګا کی کا ر کوی او یو کور یی هلمنـد ښار د لغملن جاده کی ځان ته جوړ کړ د اقتصاد له نظره یی شه ژوند درلود مرغانو سره یی علاقـه درلوده اوسـاتل یی په همکارانو کی یی ډیر محبت درلود ډیر صمیمـی سـړی و ده هم کوچی کورنی جوړه کړی وه چی دری(۳) زامن او دری (۳) لورګانی درلودلی د٧٢ کالو په عمر ۱۳۷۶/۱۰/۲۱ لمریـز کال کی د پاکسـتان د کړیـټی ښار کی په حق ورسیدی او بیا کندهار کی خپلی پلرنی قبرستان کی خاوروته وسـپارل سو الله ړی ورته جنت ورکی ! ۱-عزیزالله خـټګر ( جان اغا) ۲-راحله خټـګر (ګل جانه) ۳-اسدالله خـټګر (اغاشیرین) ۴-ســپوږمی خټـګر ۵-احمد ضیا خټـګر ۶-رونا خټګر

عزیزالله خټګر

edit

حاجی بابی په ۱۳۳۲ لمـریز کال د کنـدهار ښار لمـړی ناحیه کی ژیـژدلـی ده منځنـی قد درلودی غنم رنګه او په اندام چاغ ډیر دوست پرست مهـربانه او امانت کاره سـړی وو . تر لسم ټولګـی یی ښونځی لوستی . د موټرسایکل چلولو سره یی ډیر شوق درلود او د موټرسایکل جوړونکی یی ملګری وه نو یی د موټرګات ترمیم کول هم یزده وه نو ډیر ښه سلیقه یی درلودل. خپل موټرسایکل به یی ډیر پاک او صفا ساتی حتا خلک به کله کله د ده د کوټر سایکل په تماشا راتـلل نو هلمند کی یی ډیر دوستان او ملګری درلودل هغه په دیخاطر چی د خلکو سره یی ډیر شه ګـذران کاو. بیا عسکری ته لاړ او یو څه وخت وروسته عسکری پریـښودل او پر کور ناست و يو دوه کاله وروسـته بیا د دولت مامور او د څومیاشـتو لپاره اتحاد جمایر شوروی ته چانـس واخست د کورس د تکملولو وروسته یی خپل کار دولتی څانګه کی پیل کړ تر څو په ۱۳۷۲ لمریز کال کی پاکسـتان ته ماجر سو ازاد شغـل یی کاوه او هلته په ۱۴۰۰/۱۲/۲۸ د زړه د ناروغی له کبله په حق ورسیدی روح دی تل ارام وی پاته دی نه وی ده پنځو لوګانو خاوند وو او زوی یی نه درلود ۱ ریحانه خانه ۲- مرضـیه خانه ۳- نوریه خانه ۴- سـلطانه خانه ۵- نورزیه خانه

اسد الله خټګر

edit

اغا شرین خان په ۱۳۳۸لمـریز کال کی د کنـدهار ښار اولم ناحیه کی زوکیدلی دی. په قامت کوچینـی ښایسته سـترګی غنمرنګه ډیر ټوکی شوخ مجازه او د ملګرو په ټولی کی صمیمی او ملګرو ډیر ګران و. د لښکرګا کی مکتب ویلی لیسـه یی د هلکانو مکتب کی ویلی او د دولسم څخه فاریغ سوی ، تعلمی دوره کی یی د هلمند په سینما کی د مامور په توګه کار کاوه بیا دتعلم د فراغت وروسته د وطن خدمت (عسکری) څلور کاله وکړه، هلمند ولایت کی د کورس سواد اموزی معلم د څوکلونولـپاره او بیا تفـیش په توګه وضیفه کوله او دی ده ډیر شایسته اواز خاومد و د موسیقی حالات یی لکه ارمونیم ، تبله ، رباب هم خپل د ګوتو څرخوله یا زغوله هـنر درلود ،د شوق څه یی په وادو کنسرتونو ، اوکورنی خوشحالی کی خپل د شایسته اوازه څخه دوستان برخمند کول او خپل هنر نمایی به یی کول . په هلنمد ولایت کی ډیر مشوق درلودل په ډیره مینه به یی اوریدی . بل د توپ بازی تکړه لوبغاړی و د برومـند ډله کی یی بازی کول، دی هم د نور دوسـتان په رقم په ۱۳۷۲ لمریز کال و پاکسـتان ته ماجر سو اوهلته یی ازاد شغـل کوی تر اوس پوری هلتـه پاته دی واده یی کړی او یوه لورکی لری تمنا خانه نومیزی !

احمد ضیا خـټګر

edit

ضیا خان چی هلمنـد د مارجی په ولسوالی کی ۱۳۴۵ لمـریز کال کی زیږیدلی ډیر سمـیمی ښایسته ځوان دی . ښونځی یی د لښـکرګاْ ښارکی ویلی د ښونـځی د ختم وروسته عالی درلمـعلمـین ولوستی د درسونو وروسـته د وطن خدمت عسکر څلورکاله وکړل ، ښونځی تر څنګ یی د عکاسـی فن هم یاد کی او د لښـکرګاْ ښار ډیر تکړه عکسچی وو، ښایسته توپ باز یا فوټبالروو د برومـند ټـیم کی د میدان مرکز کی د توپ باز لوبه لوبول دی هم د خپلی کورنی سره د ماجرت په نیت پاکسـتان ته لاړ او هلتـه څه موده ریـقشـه چلول یو څا وخت یی د ودونو عکساسی کول او اوس ازاد شـغل مصرف دی، د پاکسـتان کویـټه ښار کی تجارت کوی دری ایالونه لری دوی لورګانی یو زوی الله ورکړی ۱- زحل خانه ۲- مرسل خانه ۳- ظفر خان

ظفر خان خټـګر

edit

ظفرخان۱۳۸۱ لمـریزکال کی د کويټی ښار کی ودنیا ته سـترګی لڅی کړی دنګه ونه نری ځوان دی ، ښونځی یی همدلـته ویلی او اوس مهال عالی زدکړی انجینری په څانګه کی کوی ً

غلام محمد خټګر

edit

شیراغا په ١٣٠٦د لوی کندهار د ښکارپور بازار د بنـایانو کوڅه کی دنیا ته راغلی په ونه جګ لوړ او دنګ قامت ، غـټی سترګی ، ډیر بانډاری او مهمانوازه سـړی وو تر شـپژم ټولګی یی تیمرشاهی ښونځی کی ښونځی لوسـتی خپل پلارنی کسـب یی زده وو د عسکری په وخت کی د لوی کنـدهاردفرقی معمـاراو د فرقی د تکړه معمارانو په قطار کی کار کاوه . نو وروسته بیا دکنـدهارښاروالی کی یی تر ۱۳۵۸ لـمریز کال پوری کار وکړد څوکالو لپاره ماوین د ښارولی هم پاته سوی . ۱۳۶۰لمریزکال کی لښکرګاْ ته راغلی او هلته خپل د ورور مهـندس تاج محـمد خان سره د ژرندی د ماشیـنانو پرزه خرڅولو دوکانداری کی په ګډه کار پیل کړ او تر اخیـر د عمر یی دغه تجارت ته دوام ورکړه تر څو بیا پاکسـتان ته محاجر او هلـته په ۱۳۷۵کال کی په حق ورسـیدی اوخپل پلارنی ادیره کی یی خورو ته وسپاری روح دی شاد وی شـیراغا دری زامن او دری لورګانی لرلی ۱- عزیزه خانه ۲- احمـدذبیـرخان ۳- پـښـتـنه خانه ۴- عبدلمـتـین خان ۵- پلوشه خانه ۶- میـرویـس خان

احمد ذبیرخټګر

edit

پښتتون خان په ۱۳۳۹ لمـریز کال د کنندهارښار اوله ناحیه کی دنیاته راغلی په رنګ غنمرنګه غـټی سترګی منځـنی ونه د ښو اخلاقو خاوند دیډیر صمیمی، بانډاری او د بانډار شوقی ځوان دی .لمـړنی ښونځی یی ترلـسم پوری د کنـدهار ښار د کاکا سعیداحمـد ښونځی کی لوسـتی بیا دحالاتو دخرابی د وجی ۱۳۵۹ کی دهلمنـد ولایـت لښکرګاْ ښار ته را وه کوچیـدی هلـته یی دولسم ټولکی ختـم کړه بیا څلور کاله یی د وطن مقدص خدمـت وکړ تر عسکری وروسـته یی ازاد شغـل کاوه . د ۱۳۷۰ شاْوخوا پاکـستان کویټی ښار ته محاجر سوبیا د څو کالو لپاره د پاکستان کراچی ښار ته ولاړ او ۱۳۸۴ لمریز کال کی بیرته خپل ابایی ښار کندهارته راغلی نو څو کاله وروسته د هرات ښار ته کده او هلته یی ځانه کوچنی ګور جوړ کړ خپل ژوند د هرات ښکلی ښار کی مخی ته وړی او پاته دی نه وی چی خپل د نیکه هنر یی په وینه کی نغشـتی د کورنو نقـشی ډیری خوندوری جوړولای سی چی حپل د هرات د کور نقـشه یی خپل په لاسو جوړه کړی. څلور اولادونه لری دوه زامن دوی لورګانی ۱- خاطره جانه ۲- قیس جان ۳- عجاز جان ۴- سـنا جانه

روح الله خـټګر

edit

قیسو جان ۱۳۶۶ لمریز کال دهلمـند لښکرګاْ ښار کی سترګی دنیا ته غړولی دی شایسته غنمرنګه منځی ونه لری . ارام قرار دوست پرسته د ښو اخلاقو خاوند دی . لمړی زدکړی یی د پاکستان کراچی کی کړی تر لسم ټولګی پوری او وروسته د وخته درملتون کی د دواه پلورلونکی سره کار کاوه کله چی کندهار ته راغلی د هوایی ترانسپورټ تکت خرڅولوکار یی پیل کړ ډیر مهارت یی پکشی پیداکړ کله چی هرات ولایت ته وکوچیدل هلته یی خپل پلورنځی جوړه کړه اوس مهال د سکای اریانا په نوم تکت پلورنځی لړی ده واده سمره یی دوی لورګانی دی . ۱-شفعـت خانه ۲- کوثـر خانه

طاریـق احمـد خټـګر

edit

عجاز خان په ۱۳۷۰ لمـریز کال کی د هلمند لښکرګاْ کی دونیا ته سـترګی لڅی کړی . ښایسته اخلاق غنمرنګه منځـنی ونه لری . ښونځی یی اول نه تر پینځم ټولګی یی پاکـستان کراچی کی بیا تر یولسم یی د کندهار کاکا سعیداحمـد ښونځی کی لوستی دولسم یی هرات باسـتا کی ختم کړ او وروسـته د ورور سره د هوای شرکت تکت فلورنځی کی کارشـروع کړی او ډیر تکړه زیبایی اندام ورزش کوی شه اندام لری یو څو وخته یی د رسامی کورس هم تعـقـیب کړی یو نازولی زوی لری ۱-

عبدالمـتین خـټګر

edit

متـین خان هم په ۱۳۴۴لمریز کال کی دلوی کندهار اوله ناحیه زوکیدلی جګ لوړ،غټی سترګی غنمـرنګه ډیر خوشحاله ، بانډاری ، مجلسی د شو اخلاقو خاوند دی . د ژوند شروح یی ده کاکاسعید احمد ښونځی کی لوستی بیا دنهم او لسم یی البـیرونی لیسه کی لوستی ، یولسم او دولسم یی د هلمند لښکرګا لیـسه کی لوستی . ۱۳۶۴ درسونه ختم کړل وروسته د لوړو زدکړو لپاره تاجکستان دوشنـبی ښار کی پیل کړ دماشینری انجـینری ریـشته کی یی ماسټـری اخیستی ده د مکتب دوره کی د مکتب وروسته د مصروفت لـپاره خامکـدوزی کول او ډیر تکړه خامکـدوز ووکله کله یی فوټبال هم کاوه .د ماسـټری وروسـته د حالاتو د وجی بیرته افغانـستان ته نه راغلی او اتحاد شوروی مسکو ښارته لاړ څلور، پیـنځه کاله هلـته تم و د دوهم ځل لپاره ناروی، بیا وتریش ته محاجر سو اوس هلته یو شرکت کی وظیـفه اجراٌ کوی وادی یی کړی یوه لور لری رنـګینه جانه نومیژی .

میرویـس خټګر

edit

ویسّـوخان ۱۳۵۹ لمریز کال د کنـدهار ښار شـپږمه ناحیه کی دونیا ته سترګی لڅی کړی شایسته د ښه اخلاق ډیر اجتماعی ځوان دی . ښونځی یی د هلـمند لښکرګا شهید محمد اخلاص کی لوسـتلی وروسـته یی نهم ټولګی د هلکانو لیسـه کی ولولـستـل د حالاتو د خربیدو له وجی درسوته د پای ټکی کښیـښود . ډیر شکلی هنر لری هغه د جامو ګنـډولو هـنر دی تکړه درزی دی هم د نارینه او هم د ښـځو، پاکسـتان کی یی ژوند کاوه وروسـته ۱۳۸۶ شاوخوا بیرته کندهار ته راغلی خپل پلرنی ټاټوبی کی ژوند پیل کړاو د کور تر څنک یی ډیر ښکلی دوکان پرچون پلورنځی جوړ کړاو اوس محال هم په دغه دوکانداری بـخود دی د واده حاصل یی دوی لور ګانی او دری زامـن دی ۱- سوشن جان ۲ – روبیکا جانه ۳- احمد طاهـرجان ۴- احمد قاهـرجان ۵- احمـدسـیر خان =

احمـد طاهـر خټـګر

edit

احمـد طاهر خان په ۱۳۸۵ لمـریز کال کی په شـپـږمی ناحیه کی سـترګی دی دونیا ته لڅی کړی شایسته د ښو اخلاقـو څښـتن دی اوس محال په یو شخـصی ښونځی کی زدکړی کوی

احـمد قاهـر خټـګر

edit

قاهـرخان په ۱۳۸۹ لمـریز کال کی په اوله ناحیه کی سـترګی دونیا ته لڅی کړی . ښایسته او ښه اخلاقی ځوان دی هم خپل د ورور په څـیر شخصی ښونځـی ته ځی .

احمـد سیـر خټـګر

edit

سـیر خان په ۱۳۹۴ لمـریز کال د لوی کنـدهار اول ناحیه کی دونیا ته سترګی غړولی دی ښایسته سور او سپـین ، ارام ځوان دی

تاج محمد خټګر

edit

شـریناغا (مهـندس تاج محـمد خان )متوسـط قد او چاغ سړی وو . د کـندهار بنایانو کوڅه کی دونیا ته راغلی او د پلار شـپږم اولاد وو او شالمار مکتب کی درس ویلی تر شـپږم ټولګی پوری او وروسته یی . پلار په حق ورسیدی نو نور وخت یاری ونکړل چی مخته مکتب ووایی او د خپل دو وړونو او مور زیمدار یی د غاړی سووه او خپل دپلارکیسب یی شروع کی تاج محمد هم ډیر تکړه او پیاوړی مهندس او معمار وه دا مسلک د ده دپلار (استاد یارمحمد خان ) معماباشی څخه په میراث ورپاته سوی هنرو . د خپل عمر په اوزدو کی هم معماری چاری عملاً تر سره کړیدی او هم دتعمرانو او هر ډول ساختمانی نقشی په ډیر مهارت جوړولی . دفراه ، نیمروز ، چخانسور وروزګان ، هلمند او ګریشک په شمول ډیری معماریانی او ساختمانی چاری تر سره کړی دی . دده دلاس نښی دهلمند ولایت په خاصه د لښکرګاه په ښار کی ډیری تر سترګوکیږی په وروستی . د دیرشمی او څلویشتمی لسیزی په اوږدو کی دهلمند ولایت د وادی هلمند د عمومی ریاست په چوکاټ کی د مهند سی ډیر کلونه تجربی او هڅی کړیدی او عبدلهادی تپاند چی زما ماما او د مهندیس تاج محمد اخشی دی د ده دلیکولو او اقرار د قوله چی مهندیس یوځانګړی صفت دا وو چی د یادولو وړ دی هغه دا چی دی ډیر پاک او د اداری فساده څخه خلاص یو شخصیت درلود د ( زما شه را په زړه کیږی کله به د لیسی د اخیری کلونو روبه نی رخصتیو کی هلمند ته تللم او دری میاشتی می عملاً د مهندیسی د عمومی مدیریت اړونده څانګه کی کار کاوه نود سهار په لمړیو شیبو کی لښکرګاه ښار د تعمیراتیمربوطو کارونو د کنټرول او تفتیش کولودپاره به عمومی مدیر ( میر حسین سادات به مهندس ته وظیفه ورکول او د ټولو کارمندانو په پرتله به یی په ده باور درلود څو په هره جاده کی وګرځی تعمیراتی کارونه او د اوسیدونکو د تخلوف او سر کښی څارنه وکړی څو د وادی هلمند د عمومی ریاست د اصولو څخه سر غړونه ونه شی . مهندس ناج محمد خان په هغه سربیره چی یو تکړه مهندس او نقشهجوړونکی وډیر پوه براوردی او د تعمیراتی موادو په صحی او پوره براوردګی تکړه دماغ درلود په ۱۳۵۳ کال کی هغو پروژو د عمار چاریچی په نوموړی ریاست له لوریبشپړیدی . ښاغلی مهندس د روزګان ولایت د ترین کوټ ساختمانی چارو د تفتش دپاره موظف سو همدغه ډول د فراه نیمروز مربوطه چاری یی هم و ارزولی چی دا د ده د شه او پاک وجدان او پوره ایمانداری شکارندوی دی . د وادی هلمند د مهند سی کارونه په ډیر ګرم زړه او ساړه دماغ وسرته سره ورسول همدغه ډول د ده ښه کار کردګی په وجه د لښکرګاه د ښاروالی له لوری د ښاروالی د مهند سی او انجینری په مدیریت کی هم دنده اجراَ کړی ده د مهند س د ښی تجربی چی په نوموړی څانګو کی یی درلوده د ښاروالی په چوکات کی هم د پخوا په څیر په اخلاص چاری تر سره کړی دنوموړی د ایانداری یوه بله نشه د ده خپل کور و چی په هغه وخت د وادی هلمند هر مامور یوه نمره مځکه اخستل او کورونه یی پری جوړکړل خو د ده تر مرګه پوری ونه توانېدی چی هغه نا تکمیله کور د ډیر پخوا کلونو څخه جوړ کړی و تکمیل کی نه کور پوره پلستر او کج کاری د اتاقو دروازی جوړی کړی نه یی یو تشناب په معماری توګه ورغاوه د عمومی در وازی پر سر یی یو بالکنی جوړولو په نظر کی وه چی تر اخیر د ژوند و نه توانیدی چی جوړ یی کی او دی هم د سرطان د ناروغی له عمله په دیرلس سوه شپـږ اویا د زمری د میاشـیتی وولسمه ۱۳۷۶/۰۵/۱۷نیـټه د هجـری قـمری کال د دی دنیا سترګی پـټی ګړی الله (ج) دی روح شاد لری ده څـلور زامـن او څلـور لورګانی لری . ۱ـ شاْمـحمود خـټګر ۲ـ خدیجه خـټګر ۳ـ خلـیل الله خـټګر ۴ـ عـزت الله خـټګر ۵ـ نادیه خـټګر ۶ـ رحیمه خټګر ۷ـ عصمت الله خـټګر ۸ـ نادیره خـټګر

شاْمحمـود خـټګر

edit

زمـریالـی خان (شاْ محمود خان )چی میانـه قد او په اندام ټـنډ او ډیر د شـی حافظی خاوند دی . ده هم د هلـمند ولایت د هلکانو لیسه کی مکتـب ویلی تر ۱۱ټولګی پوری او وروسته کابل ته او دولسم (۱۲) یی په حبیبی لیسی کی پایی ته ورساوه په ۱۳۶۱کی او بیا د کابل پولیتـخنـیک ته لاړ او د دوو (۲) کاله پوهنتـون وروسته په ۱۳۶۴ کال کی و تاجـکستان ته لاړ او هلـته یی خپل باقی تحصـل مخی ته یووړ او بـند و نهر په ریشته کی فاریغت وکـی او ( پښـتو ، درې ، انګیـسی ، سویډنی ، روسـی) ژبـوشه پـوره خبری کولای سـی او اوس محال په سویډن کی دی او څاور اولادونه لری دوه زامن او دوی لورګانی ۱-امیـد جان ۲- مسـکا جانه ۳- ځلاجانه ۴- دنیل جان

خلیـل الـلّه خټـګر

edit

زړګـی پاچا (خلـل لـلّه جان ) چی په ۱۳۴۹هجری قمری کال کی سترکی وو دی دنـیا ته غړولی . په قد لوړ او چاغ سـړی دی ده هم تر دولسم پوری د هـلمند لیسـه (هلکانو لیـسه ) کی ویلی او په ۱۳۶۷ کال کی د مکتب څه فاریغ سو او وروسـته د وطن خدمت (عسـکری) ته حاظر سـو او څلور کاله یی خدمت وکی او دی هم شه شایسته اواز او د تبـلی زغولو هنر لری د خپل ملګرو او انډیوالانو په بانډارو کی خپل هنر نما یی کول . او ډیر تکـړه فوټـبالر اود ګولفیکر په حیث یی بازی کول او یو بل صیفت یی چی ډیر شه عکاس هم وو . دی هم دوه زامـن او دوی لورګانی لری 1- سـاهیل خان 2- بیـنفشه جانه 3- ترانه جانه 4- سمسـورخان

غزت الـلّه خټـګر

edit

ریـدی خان( عـزت اللّه خان) چی په ۱۳۵۱حجر شمسی کال کی هلمـند کی دی دنیا کی سترګی روڼـی کړی . دی هم ډنـګر اومیانه قد لری . تر ۱۰لسم ټولګی یی په هیلمند کی مکتب ویلـی (زکور لیسـه ) کی اوبیا کابـل کی یولسم او دولسم (۱۱-۱۲) یی د رحـمنٰ بابا لیسه کی ویـلی او دفراغت وروسته دری څلور میاشتـی عسکـری وکړه اوبیا د شکلـی هنرونو (هنرهای زیبا ) پوهنـتون ته لاړ او په ۱۳۷۰ کی اخیری سمیسټر وه چی مجاهدین راغله او پوهنتون پر نیمی پاته سو او اوس محال په انګلـنډ کی ژوند سر ته وړی او د واده سمره یی دوی لور ګانی او دوه زامن دی ۱-سیـلی جانه ۲-سیـناجانه ۳-مزمیل خان ۴-مدسیر خانن.

عصمت الله خـټګر

edit

کلالی(عصمت الله خان) خپل د کور ۷ اولاد دی تر لسم ټولګی یی ښونځی ویلی او د ښونځی تر څنګ یی د جامو ګنډولو کسـب یاد کړی چی ښه جامی کنډونکی هم دی او مهال د امریکی نیویارک ښار خپل د کورنی سره ژوند کوی او دری زامن لری 1- محمـدعمر خان ۲-عسمان جان ۳-عبیدالله جان

محمد عمر خان خټګر

edit

دل اغا (محـمد عمر جان ) چی ۱۳۱۷ هجری قمری کی د بنایانو کڅه کی سترګی غړولی . دی هم جګ لوړ دنګ رساَ قد شایشته نورانی سړی تر شپژم ټولګی یی مکتب ویلی او بیا عربی ښونځی ته لاړی اوڅه مد دت وروسـته د سترګو تکلیف ورته پـــښ سو او د عربی شونـځی څخه یی برطرفه کړه نـو بیا د خپل وړونو څنک ته راغلی (هلـمند ) او هلته اول د ریست عمومی د زراعت شعبـی کی د ماحسب په حیسـیت کار پیل کړ او بیا د او وروسته د ریاست عمومی د ماحسـبی د مدیر به حیـس کار کاوه تر څو پاکـستلن ته د ۱۳۷۰ شاوخوا کی مهجر سـوو یو لور یی لـری د لیـمی په نامه او نور اولادونه یی نه درلودل په ۱۳۹۷/۹/۳ هجری قمری کال کی ده (۸۰) کلـنی په عمر د پکستان د کويـټی شار کی په حق ورسیدی زلجلا دی روح شاد لری

محمـد افضل خـټګر

edit

نانی کاکو (محمد افضل خان) دی هم د بنیانو کوڅه کی په کال ۱۳۱۹ هجری قمری کی دنیا ته راغـلی ده هم تر(۶) ټولګی پوی مکتب ویلی البته تخنیک سانو ښـونځی . په ۱۳۴۱ لمریز کال کی هلمند ته راغلی یو څه موده یی قوای کار کی کار وکړ بیا د چانجیر دستګاْ کی د ورکشاپ په څانګه کی وظیفه تر سره کول تر ۱۳۷۳ کال پوری چی ببا پاکستان ته محاجر سو اوهلته تر څوکالو پوری ووبیا په ۱۳۸۳لمریز کی بیرته و هلـمند ته لاړ او خپل د تکاوتی په معاش یی کذران وو. دی هم یو لور لری د ډیوی په نامه !

تاج محمد خټګر

edit

== مـهند س تـاج محـمد خان خپل د کورنی ۷ اولاد و دی په ۱۳۱۰ لمـریز کال دکـندهار ښار ښکارپور بازار بـنایانو کوڅه کی سـترګی دی دنیا ته غړولی دی متوسـط قد ، چاغ ، ډیر مهربانی یی درلودل د دوسـتان او مـلګرو منـځ کی ، ډیر اجتماعی سړی وولکـه موږ او تاسـی ټول دوه نومونه لرو نوده ته مشرانو د مهـندس په نمو اوکشـرانو د شـرین اغا په نوم ور ږغ کول . او ده هم تر شپـږم ټولګی پوری مکتب ویلی دی چون پلار یی په حق ورسیدو نو نور وخت یاری ونکړل چی مخته مکتب ووایی او د خپل دوو ورونو او مور زمداری یی د غاړی سووه اود خـپل پلارکـسب یی شروع کی تاج محمد هم ډیر تکړه او پیاوړی مهندس او معمار وو دا مسلک د ده دپلار (استاد یارمحمد خان ) معمارباشـی څخه په میراث ورپاته سوی هنرو . بـله خبر داده تـاج محمد خان د درو تګـړه انجـینرانو او مهنـدسانو ترلاس لاندی یی کار کړی (۱) مهـندس امیسـعادات (۲) اغا نـسرتی (۳) زموږ د کنـدهار تکـړ انـجینر محمـد رحیم شـینواری چی ډیر فقیر او مهربانه سـړی وو د دوی سـره تجربوی کارونه کـړی او بلـه دا چی انـجینر صاحب زما د نیکه اسـتاد یار تکړه شاکرد و ! خپل دعمر په اوږدو کی هم معماری چاری عملاً تر سره کړیدی او هم دتعمراتـو او هر ډول ساختمانی نقشی په ډیر مهارت جوړولی . دفراه ، نیمروز ، چخانسور اوروزګان ، هلمند او ګرشـک په شمول ډیری معماریانی او ساختمانی چاری تر سره کړی دی . دده دلاس نښی دهلمند ولایت په خاصه د لښکرګاه په ښار کی ډیری تر سترګوکیږی ! د دیرشمی او څلویشتمی لسیزی په اوږدو کی دهلمند ولایت د وادی هلمند د عمومی ریاست په چوکاټ کی د مهند سی ډیر کلونه تجربی او هڅی کړیدی .عبدلهادی تپاند چی زما ماما او د مهـندس تاج محمد اخښـی دی د ده دلیکولو او اقرار د قوله چی مهندیس یوځانګړی صفت دا وو چی د یادولو وړ ده هغه دا چی دی ډیر پاک او د اداری فساده څخه خلاص یو شخصیت درلود ( زما ښـه را په زړه کیږی کله به د لیسی د اخـری کلونو دوبه نی رخصتیو کی هلمند ته تللم او دری میاشتی می عملاً د مهندسـی د عمومی مدیریت اړونده څانګه کی کار کاوه نود سهار په لمړیو شیبو کی لښکرګاه ښار د تعمیراتـو مربوطو کارونو د کنټرول او تفتـیـش کولودپاره به عمومی مدیر ( میر حسین سادات به مهندس ته وظیفه ورکول او د ټولو کارمندانو په پرتله به یی په ده باور درلود څو په هره جاده کی وګرځی تعمیراتی کارونه او د اوسیدونکو د تخلوف او سر کښی څارنه وکړی څو د وادی هلمند د عمومی ریاست د اصولو څخه سر غړونه ونه شی . مهندس تاج محمد خان په هغه سربیره چی یو تکړه مهندس او نقشـو جوړونکی وډیر پوه براوردی او د تعمیراتی موادو په صحی او پوره براورد کی تکړه دماغ درلود په ۱۳۵۳ کال کی هغو پروژو د اعمار چاری چی په نوموړی ریاست له لوریبشپړیدی ښاغلی مهندس د اروزګان ولایت د ترین کوټ ساختمانی چارو د تفتش دپاره موظف سو همدغه ډول د فراه نیمروز مربوطه چاری یی هم و ارزولی چی دا د ده د ښـه او پاک وجدان او پوره ایمانداری ښـکارندوی دی . د وادی هلمند د مهند سی کارونه په ډیر ګرم زړه او ساړه دماغ وسرته ورسول همدغه ډول د ده ښه کار کردګی په وجه د لښکرګاه د ښاروالی له لوری د ښاروالی د مهند سی او انجینری په مدیریت کی هم دنده اجراَ کړی ده د مهند س د ښی تجربی چی په نوموړی څانګو کی یی درلوده د ښاروالی په چوکات کی هم د پخوا په څیر په اخلاص چاری تر سره کړی دنوموړی د ایانداری یوه بله نشه د ده خپل کور و چی په هغه وخت د وادی هلمند هر مامور یوه نمره مځکه اخستل او کورونه یی پری جوړکړل خو د ده تر مرګه پوری ونه توانېدی چی هغه نا تکمیله کور د ډیر پخوا کلونو څخه جوړ کړی و تکمیل کی نه کور پوره پلستر او کج کاری د اتاقو دروازی جوړی کړی نه یی یو تشناب په معماری توګه ورغاوه د عمومی در وازی پر سر یی یو بالکنی جوړلول په نظر کی وه چی په خواشنی سره هغه هم جوړنه سو خیـر : مهـندس صاحب دسرطان د ناروغی له کبله کنـدهار چنایی درملځی کی بیـستر او یو ورځ وروسـته د بیـستر په کال ۱۳۷۶/۰۵/۱۷ لمـریز د ۶۶ کلو په عمر ځا و جانان ته وسـپاره الله دی یاد تازه لری همـیش اته اولادونه ورڅه پاته دی چی څلور زامن او څلور لورګانی دی ۱- زمریالی خان ۲ خدیـجه خانه ۳ خلیل الله خان ۴- عـزت الله خان ۵- نادیه خانه ۶- رحـیمه خانه ۷- عصمت الله خان ۸- نادره خانه

شاْمحـمود خټـګر

edit

زمریالی خان۱۳۴۴ لمـریز کال د هلمند لښکرګاْ ښار کی دونیا ته سترګی لڅی کړی . منـځنی ونه ، سور سـپین ډیر مهربانه شوخمـجازه ځوان دی د ښه دیمـاغ خاوند دی . ده ۶ کلـنی کی ښونځی ته مخـه کړه د اتم ټولګی وروسته د لښکرګاْدهلکانو لیسه تر۱۱ټولګی لوسـت کړی ، تل به ټولګی کی دوهم نـمبروو بیا یولسـم ټولګی وروسـته د کابل ښار حبیـبـی لیـسی ته تبدیل او تر دولسم ټولګی یی هـلته لوسـت کړی په ۱۳۶۳ لـمریز کال د کانکور ازموینه کی د کابل پولتـخنـک فاکولـتی ته موفـقه او د نفـت و ګاز باره کی یی لو ست وکی بیا یوه کاله ورورسـته بخـت یاری وکړه ۱۳۶۴ کی تاجکـستان لاړهـلته یی د بـند او نـهر باره کی کال ۱۳۷۱ کی خـپل ماسـټری واخسـتل د لوسـت د یو کال لـپاره قزاکـستان ته لاړ ، په ۱۳۷۲ لمـریز کاله کی مسـکو ته لاړڅلور کاله یی هـلته ژوند وکی په کال ۱۳۷۶ کی سویـډن ته لاړ اوس محال د سویډڼ ګوتمبورګ ښار کی ژوند مخته وړی څلور اولادونه لری دوه زامن ، دوی لورګانی لری ۱- ډاکـټر امید ۲- داکـټرمسـکا ۳- زلا خانه ۴- جان دنـیل

امـید خټـګر

edit

امید جان په ۱۳۷۲لـمریز کال دشوروی د مسکو ښارکی دی دنیا ته ستر لڅی کړی غنم رنګه غټی سترګی منـځنی ونه د ښو اخلاقو خاوند دی . په ۱۳۷۵کال کی د خپلی کورنی سره سویډن ته محاجر هلـته د ګوتنبورګ ښار کی ژوند کوی . خپلی زدکړی مکملی کړی څلور کاله یی د چیک ښار کی د غاښونو پوهنځی ولوسـتل او د ګوتنـبورګ ښار یو درملځی کی د غاښونو په څانګه کی کار کوی تر دی محال یی واده نه دی کړی!

مُسـکاخـټګر

edit

مسکا جانه په ۱۳۷۹ لمـریز کال کی د ګوتمـبورګ ښارکی دی دنیا ته راغلی ډیره موادبه دوسـت فرسـته انځلی ده هم هلـته یی خپل لوست پای ته رسولی اوس محال د غاښو ډاکټری لوست کوی د سویډن مالموښارکی

ځلا خټګر

edit

ځلا خانه د خپل کورنی دریمه لورکه ده چی کال د سویډن ګوټمــبورګ ښار کی دونیا ته راغـلی ډیـره مهربانه نازنیـنـه شـایـسته انجـلی ده خو لږ غونـدی په ونه کی راټیـټه . ځلا جانه اول خپل د ټولګی بیا خپل د ښونـځی اوله درجه کی راغـلی ټول درسی کلونو کی لـبته د ریـاضی بـرخه کی یی ټول ښـونځی په پرتـله اوله درجـه موفقـیت اخیسـتی . او اوس وخـت د خپـل ښار په پوهـنځی کـی د وکالـت پـوهنـځی لـولی

دنیل خټـګر

edit

دنـیل جان په ۱۳۹۶ لمـریز کال کی د ګوتـمبورګ ښارکی دنیا ته راغلی ښایسته ماشوم دی الله دی د بد نظر وساتی .

خلیل الله خټـګر

edit

زړګی خان په ۱۳۴۸ لمریز کال د هلمند ولایت لښکرګاْ ښار چاانـجیر کارته کی و دونیا ته سترګی لڅی کړیدی هم په ونه دنګ اود ملګرو په منځ کی ډیر ټوکی .خوشحاله او بانډاری ځوان دی . د لوست شروع یی دلښکـرګا ښار شهـید محمد اخلاص کی بیا نهم ټولګی د لښکرګاْ هلکانو لیـسه کی زدکړی پوره کړی وروسته ۱۳۶۶ کال کی د وطن خدمت ته لاړی او څلورکاله یی د وطن خدمت وکی . زړګی خان د زدکړو تر څنګ د خپل کاکا زوی ضیـا خان څه د عکاسی هنـر یاد کی ډیر تکړه عکاس دی و د دغه هـنر تر بغل ښه تکړه فوټبالراو د برومـند ټیم کی لوبه کول او یو بل هـنر هم لری امکان لری ډیر دوسـتان به نه وی خـبر هغه دا چی د ښایسته اواز خاوند دی کله کله د خپل ګورنی مجالسو کی غزل وایی او ښه تـبله ږغـوی .۱۳۷۲ لمریز کال کی پاکـستان ته محاجر سواو هلـته د خامکدوزی په هنر یی خپل ګزران کاوه بیا ۱۳۸۰ لمـریز کال کی سویډن ته د دوهم ځل لپاره محاجر سو اوس محال سـویـډن کی ژونـد مخته وړی څلور اولادونه لری ۱- ساهـل خان ۲- بینفشه خان ۳- ترانه جانه ۴- سمـسور خان

ساهل خټګر

edit

په کال کی د پاکستان کراچی ښار دس نمبر لالوکیټ زیږنتون کی زوکیدلی .دنګ سور سپين ځوان دی ده خپل زدکړی دسویډن د ګوتنبورګ ښار کی سر ته ورسولی اوس محال د موټورو کارخانه کی په کار بخود دی

بینفشه خټګر

edit

بینفشه خټګر دهم پاکستان کراچی ښار

عـزت الله خټـګر

edit

ریدی په ۱۳۵۰ لمـریز کال د هلمـند لښـکرګاْ ښار دچانجیـر کارته کی دونیا ته سـرګی لڅی کړی منځـنی ونه غنمرنګه په ځان نری د ښو اخلاقو خاوند . د ژوند شروع یی د شهید محـمد اخلاص ښونځی تر اتم ټولګی بیا د لښکرګاْ د هلکانو لیسی ته تر یولسمی ټولګی بیا دولسم ټولګی کابل ښار د رحمن بابا لـیسه کی خـتم کړ وروسـته ۱۳۶۶ لمـریز کال کی د فاکولـتی د ازمویـنی ته بری سو کابل د ښکلی هنـرونو فاکولتی ته موفـقه سو او د مجسیـمی هنـر یی یاد کی ژوند یی اصلی د مرکزی لیـله کی کوی او ډیر وختـونه خپل د ماما (تـپاند ) کور ته تلی اوهلـته به یی د ماما څخه د رسـامی هنر یادوی چون ماما یی ډیر وتلی او تکړه رسام دی . او ۱۳۷۰ کال کی پاکسـتان ته محاجر اوهلـته کرتچی ښار کی کیشت بیا د خیاطی کسـب کی کار وکی وروسـته د خپل ماما تــپاند صاحب ترنظرلانـدی د خامکـدوزی کسـب ته مخه کړه غواړم چی د خپل ژوند اوخپلی کورنی یوه ښایسـته خاطره ستاسی سره شریکه کړم ( موږ کاکا ګان ټو دربه دیوال همـسایګان وو نو دجمعی په شـپه اخترونوکی او نور د خوشاحالی ورځو ټول سره یوځای کیـدولوکله ټوکی کله موسیـقی کله به مشرانو مجلس کاوه موږ به غوږ و ورته ، اوکله به د ژمی شـپو کی د پلار مور (انا ) د نقل کـتاب راواخست یوه به کـتاب لوسـتی اواسـد جان به شعرونه په لوړ اواز ویله چون ډیر خوږ اواز یی درلود خوشحالی ، محبت فضآ وه . په ۱۳۷۹ لمـریز کال کی د دوهم ځل لپاره ینګلـنډ ته محاجرسو اوس محال د ینګلنـډ سوتهمـپټون ښار کی د تکسی کار بوخت دی . دی دوی لورګانی او دوه زامن لری ۱- سیـلی جانه ۲- سـینا جانه ۳مزمیل جان ۴ – مدثـر جان

ســیلی خټـګر

edit

سـیلی جانه په ۱۳۸۷ لمریز کال د ینګلـنډ سوتهمـپټون ښار ږیـږ نـتون کی دونیا ته راغلی په منځنیونه لری د ښونځی شروع ی فریمـنتل کی کړی او د شـپږم ټولکی ورسـتخ منځنـی ښونځی د سیـنت انس د انځنو مکتب کی لولی

سـینا خټـګر

edit

سـینا جانه هم د ینګـلنډ سوتهـمټون ښار د ږیږنـتون کی دونیا ته راغلی او منځنی ونه لری دی هم خپل درسونه د فریمنـتل ښونځی کی شروع اوبیا د شـپژم ټولګی وروسته د انځـونو مکتـب کی منـځنی ښونځـی شروع کړل او راتلونکی کی به انشاالله د وکالـت فاکولتـه نظر کی لری

مزمل خـټګر

edit

مزمل خان ۱۳۹۱ لمـریز کال د ینګلند سوتهمـپتون ښار کی دنیا ته راغلی سور سپین منـځنی ونه لری . دی هم د فریمـنتل ښونـځی ویلی ، د توپ بازی ورزش خوشوی.

مدثـرخـټګر

edit

مدثر خان په ۱۳۹۷ لمـریز کال کی دی دنیا ته سترګی لڅی کړی غنمرګه نانی دی اوس محال د ؤړکتون ته ځی .

عصمت الله خـټګر

edit

کلالی(عصمت الله خان) خپل د کور ۷ اولاد دی تر لسم ټولګی یی ښونځی ویلی او د ښونځی تر څنګ یی د جامو ګنډولو کسـب یاد کړی چی ښه جامی کنډونکی هم دی او مهال د امریکی نیویارک ښار خپل د کورنی سره ژوند کوی او دری زامن لری 1- محمـدعمر خان خټګر . ۲-هحمد عسمان خټګر ۳-عبیدالله جان خټګر

۸ـ محمد عمر خان خټګر

edit

دل اغا (محـمد عمر جان ) چی ۱۳۱۷ هجری قمری کی د بنایانو کڅه کی سترګی غړولی . دی هم جګ لوړ دنګ رساَ قد شایشته نورانی سړی تر شپژم ټولګی یی مکتب ویلی او بیا عربی ښونځی ته لاړی اوڅه مد دت وروسـته د سترګو تکلیف ورته پـــښ سو او د عربی شونـځی څخه یی برطرفه کړه نـو بیا د خپل وړونو څنک ته راغلی (هلـمند ) او هلته اول د ریست عمومی د زراعت شعبـی کی د ماحسب په حیسـیت کار پیل کړ او بیا د او وروسته د ریاست عمومی د ماحسـبی د مدیر به حیـس کار کاوه تر څو پاکـستلن ته د ۱۳۷۰ شاوخوا کی مهجر سـوو یو لور یی لـری د لیـمی په نامه او نور اولادونه یی نه درلودل په ۱۳۹۷/۹/۳ هجری قمری کال کی ده (۸۰) کلـنی په عمر د پکستان د کويـټی شار کی په حق ورسیدی زلجلا دی روح شاد لری

محمـد افضل خـټګر

edit

نانی کاکو (محمد افضل خان) دی هم د بنیانو کوڅه کی په کال ۱۳۱۹ هجری قمری کی دنیا ته راغـلی ده هم تر(۶) ټولګی پوی مکتب ویلی البته تخنیک سانو ښـونځی . په ۱۳۴۱ لمریز کال کی هلمند ته راغلی یو څه موده یی قوای کار کی کار وکړ بیا د چانجیر دستګاْ کی د ورکشاپ په څانګه کی وظیفه تر سره کول تر ۱۳۷۳ کال پوری چی ببا پاکستان ته محاجر سو اوهلته تر څوکالو پوری ووبیا په ۱۳۸۳لمریز کی بیرته و هلـمند ته لاړ او خپل د تکاوتی په معاش یی کذران وو. دی هم یو لور لری د ډیوی په نامه !

References

edit