قاری القرا مسلم سعید عنتر
ژباړونکي: محمد عیسیٰ
ولادت:
شیخ عنتر(رح) د نومبر په۱۷ په ۱۹۳۶م کي د العمة په کلي کي کوم چي د قطور د غربیة په ولایت کی دی د مصر په هیواد کي پیدا سو.
نوم:
نوم یې عنتر(جنګي /فارس) دی د سعید زوي دی، دده د نوم سره دده د پلار نوم هم راتلی.
د سترګو ناروغي:
شیخ عنتر(رح) په سترګو نابینا ؤ، د شیخ زوی سمیر مسلم وایي:
شیخ عنتر(رح) چي پیدا سو سترګي یې سمي وې، خو د کوچني ناروغي او د هغې د نه تداوی د وجهي څخه د یوه کلني په عمر کي سترګي دلاسه ورکړې.
زده کړه:
په اوو ۷ کلني کي ابتدایی مدرسې ته الازهر ته ولاړي. د خپل خاص ذکاوت او استعداد او قوي حافظې په برکت سره یې په ۸ کلني کي قرآن کریم حفظ کړ. ددې سره سره یې په قرات سبعه (اوه ترز قرات) کي هم پوره مهارت ترلاسه کړي. شیخ عنتر(رح) د خپل ذکاوت د وجهي په الازهر کي خاص شهرت پیدا کړی.
د کوچنیوالي څخه یې د موسیقي سره شوق درلودي، کله چي غټ سو نو د موسیقي د الاتو استعمالول یې هم زده کړه، په ځینو جشنونو کي یې دیني سندري هم ویلي دی.خو وروسته یې یوازي د قران کریم تلاوت ته یې مخه کړه او هغه ټول شیان یې پرېښوده.
تلاوت قرآن:
په ۱۲ کلني کي یې په محافلو او مجالسو کي د قرآن کریم تلاوت شروع کړي.
د شیخ عنتر(رح) اواز:
لوړ ږغ یې درلودي، اواز یې ډېر تاثر درلود، دده اواز به د هر چا خوښې دی. همدارنګه یې په مختلفو ډولو د قرایت باندي یې خاص تسلط درلودی.
مختلیفو سیمو ته د قرآت د ویلو لپاره دعوت کېدی او په هر ځای کي یې خاص ښه راغلاست کېدي. دده د علاقمندانو څخه یو شخص وایی چي موږ به خبر سو چي شیخ عنتر(رح) راځي نو موږ به دده ښه راغلاست ته څو ساعته دمخه ورتلو.
شخصیت:
شیخ عنتر(رح) ډېر عاجزاو خاکساره، غوره اخلاق لرونکي، او ډېر سخي سړی وو. ویل کیږي چي یو وخت یوې سیمي ته د قرات لپاره بلل سوی ؤ، د قرآت څخه وروسته د هغه سیمه خلګو ده ته پیسې ورکړې، ده د هغې سیمي ټول فقیران او مسکینان راټول کړه او هغه پیسې یې په هغو ووېشلې.
تلاوت:
د شیخ عنتر(رح) یوه خاصه ځانګړتیا داوه چي هغه سورتونه چي متن یې سخت او ثقیل(دروند) دی لکه سورت ممتحنه، سورت محمد، سورت ص اوداسي نور، هغه یې په ډیرو مجلسونو کي په خپل ځانګړي سبک سره یې تلاوت کول. د دومره غیر معمولي شهرت سره سره هیڅکله یې په راډیو کي تلاوت نه دی کړي.
حج:
شیخ عنتر(رح) ډېر شهرت پیدا کړي دا شهرت یې یوازي په مصر کي پاته نه سو بلکي په ټوله عالم کي مشهوره سو نو ځکه د سعودي د شهزادګانو لخوا په ۱۹۸۰م کي حجاز ته وغوښتل سو هلته یې حج او عمره ترسره کړه. په حجاز کي یې په ځینو ځایونو کي امامت هم ورکړ.
اختلاف:
په مصر کي د شاطبیه قرات سبک ویل کېدی لکه څنګه چي ما د مخه وویل چي شیخ عنتر(رح) ددې سره سره په نورو سبکونو هم تسلط درلودی، نو دهغه په ویلو کي یې درېغ نه کوي، د همدې وجهي څخه د الازهر علماء دده سره اختلاف وکړ.
شیخ عنتر(رح) څه موده په بند کي هم تېره کړې ده(ما د هغه د بندیتوب اصلي سبب د حوالې سره پیدا نه کړ).
اولادونه:
شیخ عنتر(رح) ۲۱ اولادونه درلودل. د ځینو زامنو نومونه یې دادي:
الشیخ سمیر مشهور قاری، المهندس سعید، اشرف عنتر، محمد، احمد، عماد، مصطفی، عمر اوداسي نور.
وفات:
شیخ عنتر(رح) په ۶ د دسمبر په ۲۰۰۲م کي ددې تل پاتي نړۍ څخه سترګي پټي کړې.