Afghan Air Force (MIG-21) Pilot Colonel Mukhtar Gul Zadran (Martyr)_ Reference:  Jalalabad Battle (1989)

د افغانستان د هوایې ځواک د ميګ-۲۱ ډوله جنګی جټ الوتکې پيلوټ ملی قهرمان ډګروال مختار ګل ځدراڼ (شهید)

په ۱۹۸۹ عیسوې کال کې د پاکستان پوځ, د پاکستان د کمانډو ۱۸ قطعی، د حزب اسلامی ګل بدين حکمتیار ډلې، د جميعت اسلامی احمد شاه مسعود ډلې، د امريکا د (سې-اې-ای) په مهماتو وسلو پيسو سمبالو ډلو، او په پاکستان کې میشتو نورو مهمو جهادی ډلو د افغانستان ننګرهار ولایت په جلال آباد د حملې او د نيولو هڅه وکړه. دغه جګړه د پاکستان د وخت وزیر اعظمې بينظیر بوټو له خواه څارل کیده. په دغه جګړه کې د افغانستان د هواېې ځواک ملی اتل پيلوټ ډګروال مختار ګل ځدراڼ شهید د پاکستان د کمانډو ۱۸ قطعه د اور لاندې نيولې وه. د هواېې ځواک ډګروال مختار ګل ځدراڼ شهید د دښمن د بمبارد کولو لپاره د کابل هوایي ډګر نه پرله پسې پروازونه کول. د جګړې پر محال، کله چه ملی اتل قهرمان مختار ګل ځدراڼ سره په جيټ الوتکه کې مهمات خلاص شول، نو د افغانی غرور او اتلولې د مخې ېې خپله جټ الوتکه د پاکستان جټ الوتکې سره مخامخ وجنګوله. د افغانستان د وخت جمهور رئیس محترم ډاکټر نجیب الله شهید پيلوټ مختار ګل ځدراڼ ته د ملی اتل او د قهرمان پيلوټ لقب ورکړ. په دغه جګړه کې پاکستان او د پاکستان ټول لاس پوڅې تنظیمونه د ښاښ ماتوونکی ماتې سره مخ شول