کله چې د مړښت او بزګر کلیمه د هر چا تر غوږ شي طبیعي ده چې کرهنه او د کرهنې لارې چارې مو فکر ته راځي .
کرهنه د یو هیواد د اقتصاد مهمه برخه ده .
که چیرته د یو هیواد کرهنه په مکمل ډول عصري او پر پښو ولاړه وي طبیعي ده چې د هیواد اقتصادي تنابونه به یی مضبوط وي او خلک به یی د غربت سره لاس او ګریوان نه وي او نه به یی هیواد نورو هیوادونو او ګاونډیانو ته مختاج وي .
د نفوس زیاته فیصدي به یی په کار بوخت وي هر وګړی به یی خپل فامیل ته د ضرورت وړ خوراکه برابرولی شي .
د یو هیواد ټولو فابریکو ته خام مواد په خپل هیواد کې اماده کولی شي هغه خطرات چې د فابریکو د اودریدو سبب کیږي له منځه ځي او په خپل وخت سره تولیدات خپلو او خارجي مارکیټونو ته ورکولی شي
خو څنګه کولی شو د هیواد کرهنه دومره غښتلي کړو چې مونږ له غربت لوږې وساتي ؟
په لومړي قدم کې د بزګرانو لپاره د اوبو بندونو او منظم د اوبه کولو سیستم برابرول دي .
په دوهم قدم کې د هیواد د بزګرانو اشنا کول له عصري کرهنیزو وسایلو ، کرهنیزو لارو چارو ، سره د کرهنیزو اوږد مهاله ، لنډ مهاله ورکشافونو ، زراعتي تلویزوني او راډیویی برنامو او چاپي رسنیو له لارې . هر هغه نوي زراعتي وسایل او نوي اصلاح شوي تخمونه چې مارکیټ ته راشي مخکې له استعمال او کرلو بزګر ته د هغې د استعمال او کرلو طریقې وښودل شي . ترڅو بزګران له هیڅ ډول کرهنیزو ستونزو سره مخامخ نه شي هر ډول کرهنیزو چارو ته اماده وي .
په دوهم قدم کې دکرهنې لپاره تخقیق ډیر مهم دی تر څو مونږ وکولی شو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ، اصلاح شويو نیالګیو او شنو خونو تهیه او برابرول دي.
په دریم قدم کې د نباتي امراضو او افاتو لپاره د هیواد په هر ولایت کې د مجهز نباتي لابراتوارونو ایجادول دي ورسره هم مهاله د نباتي امراضو متخصیصینو ګرځنده ټیمونو جوړول . ترڅو په خپل وخت په ساحه کی له بزګرانو سره کرهنیزې ستونزې حل کړي.
په څلورم قدم کې دهیواد په هره برخه کې د سړو خونو جوړول دي چې دا برخه د دهقان او هیواد په اقتصاد کې مهم رول لري ولې چې کله هم په هیواد کې زراعتي محصولات په حاصل ورکولو پیل وکړي نو هر څه مارکیټ ته د انسانانو له تقاضه زیات را درومي چې په دي وخت کې د بعضو حاصلاتو تقاضه کمیږي او عرضه همداسې زیاتیږي چې په دې وخت کې د بزګرانو محصولات زیانمن کیږي اوهم بزګر د له خپلو محصولاتو مناسبه ګټه نشي تر لاسه کولی نو ضرور ده چې بزګر خپل هغه محصولات چې په مارکیټ کې ورته مناسبه ګټه نه کوي په سړو خونو کې داسې وخت لپاره وساتي چې د انسانانو تقاضه ورته زیاته وي نو په هغه صورت کې نه انسانان د کرهنیزو محصلاتو له کمښت سره مخامخ کیږي او نه بزګران له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کیږي او بزګران بیا بیا خپلو کرهنیزو چاروته په شوق دوام ورکوي .
په پینځم قدم کې د یو هیواد موجود نظام د خپل هیواد د کرهنې او بزګرانو د ښه والي لپاره د ګاونډیو هیوادونو او نورو خارجي هیوادو کرهنیز محصولاتو وریدول خپل هیواد ته په کلکه وڅاري ولې چې د بعضو کاونډیو او نورو خارجي هیوادونو کرنیز محصولات له داخلي محصولاتو سره یو ځای په حاصل رسیږي نو هغوی هم کوښښ کوی خپل محصولات خارجي مارکیټونو ورسوي چې په دې سره داخلي محصولات له زیان سره مخامخ کیږي خپل قیمت له لاسه ورکوي چې ورسره د هیواد او بزګر په اقتصاد ناوړه اغیزه کوي ورسره د بزګرانو شوق او علاقه کمیږي .
نو لازم ده چې په خارجي کرهنیزو محصولاتو مالیه لوړه کړي ترڅو په مارکيټ کې د خپل داخلي محصولاتو بازار ګرم وي .
همدرنګه په یو هیواد کې موجود نظام مکلف دی کله چې د هیواد داخلي محصولات د خلکو له تقاضه او د سړو خونو څخه زیات شي ورته دې خارجي مارکیټونو په لټه کې شي .
چې په دې سره هم د هیواد اقتصاد او هم د بزګر اقتصاد غښتلی پاتې کیږي.
مننه. لیکنه توراب اتل